نړۍ

په شمالي وزيرستان کې د شپږ اويا تنو مليشو وژل کيدل

ميرامشاه – دى نيوز – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
د شمالي وزيرستان د داتاخيلو په قبايلي سيمه کې تېره شپه د مليشه طالبانو په پټنځي د پاکستان د جنګي جټ الوتکو د بريدونو له امله څه ناڅه ٧٦ تنه مليشه طالبان ووژل شول.
دپاکستان د دفاع وزارت په يوه لنډه وينا کې رسنيو ته وويل چې په داتا خيلوکې د مليشه طالبانو په سنګرونو د هوايي بريد له امله ٧٦ تنه ووژل شول.
دپاکستاني پوځيانو د څرګندونو له مخې: په يو شمېر مليشه طالبانو د خارتنګي، تورتنګي، لتاکا، شوال او مداخيلو په سيموکې هوايي بريدونه وشول.
ديوبل خبرله مخې: د خيبرايجنسۍ په تيرا وادي کې پرون د مليشه طالبان په پټنځيو د جنګي جټ الوتکو په بريدونوکې هم څه ناڅه ١٦ تنه ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپيان شول.
په خبرکې ويل شوي دي چې په دغو بريدونوکې د پاکستاني طالبانو په تحريک او د لښکر اسلام په ډلې پورې په اړوندو پټنځيو ګوزارونه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته