سیاست

امکان نه لري چې طالبان له پوځي لاري بريالي شي .

کابل  باختردوږي دمياشتې ١٧ :

 اندرس فاکس راسموسن ويلي دي ، ددي امکان نشته چې طالبان له پوځي لاري بريالي شي .

 دناټو دسرمنشي  دغه څرګندوني ښيي په سيمه کې دځينوکړيوله دسيسو سره سره اوس  نه يواځي ناتو بلکي نړۍ باور کړي دي چې طالبان نور د زور له لاري نه شي کولي بريالي شي ځکه ننني افغانستان هيڅکله له پروني افغانستان سره دپرتلي وړ نه دي .

 اوس افغانستان دخپلو نړيوالو يارانو په مرسته دنظام ، اردو ، پوليس او دملي امنيت ځواکونه لري له دوستو هيوادونوسره يې  ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي .

 که چيري طالبان په تمه دي چې د ٢٠١٤ميلادي کال په رارسيدو سره يعني هغه کال چې دناتو ځواکونه له افغانستان څخه وځي بيا هم کولاي شي  داړو دوړ سبب شي ، داسي خوب دي چې دتعبير وړ نه دي . ځکه  دافغانستان داسلامي جمهوريت نظام دجوړيدو له پيل څخه دغه اصل ته  ځير وو ،  او دهيواد د ځمکني  بشپړتيا د ساتني په خاطر دهيواد دامنيتي ځواکونو له کمي او کيفي پياوړتيايي لاس پوري  کړ او په پرله پسي توګه يې له خپلو متحدينو وغوښتل  چې دهيواد دامنيتي مرکزونو دځواکونو روزنې اوسمبالولو ته له هر وخت څخه زيات پاملرنه وکړي ځکه دښمن په کمين کې دي په هر صورت دهيواد ملي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې پړاويز تطبيق او دهغو سيمو ساتنه او دفاع چې امنيتي مسووليتونه يي دهيواد ځواکونو ته ليږدول شوي دي ، ښيئ  چې دهرې ورځې  په تيريدو سره دهيواد دفاعي او امنيتي ځواکونه پياوړي شوي دي . او کولاي شي دلوي خداي ( ج )  په مرسته  له خپلو ملي او هيوادنيو  څخه بريالي راووځي .

 دراسموسن  څرګندوني ښيئ  چې ددولت مخالفين دجګړي د لاري په باب دفکر پرځاى  دسولي لاره غوره کړي ځکه په جګړه کې  دهغوي برياليتوب نور ناشوني دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته