امنیت

دکابل ښار ځوانان دروغتونونو په پاکولو کې ونډه اخلي

کابل- باختر د کب دويمه :
دافغانستان درضاکارو ځوانانو دفدراسيون ١٦٠ تنو ځوانانو نن دهغه پورګرام له مخې  چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دمعينيت له خوابرابر شوي و په کابل ښار کې دوه روغتونونه پاک کړل .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې  داطلاعات او فرهنګ وزارت دځوانانو معين  تيمور شاه اسحق زى وويل چې دکابل دځوانانو فدراسيون او دځوانانو معينيت  نن دکابل ښار دروغتونونو دپاکولو په مقصد خپل داوطلبانه کار درابعه بلخي  او دميوند په روغتونونو کې پيل کړ .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانومعين زياته کړه چې دغه پروګرام به پراختيا ومومي او دروغتونونو په پاکولو سربيره په دغو دوو مرکزونو پوري اړوند ځوانان له دې وروسته  دکابل ښار دنوروساحو دپاکولو او دنيالګيو دايښودلو په پروګرامونو کې  هم ونډه اخلي او په پرله پسي  توګه به په دې کار لاس پوري کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته