ټولنه

په غزني ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام د ١١٧ ټولګټو پروژې کار بشپړ شول .

-کابل باختر د کب  پنځمه :
دغزني ولايت يوشمير خکو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو  څخه ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس  ته وويل په دغو پروژو کې دسړکونو ترميمول او پراخول ، داستنادي ډيوالونو او داوبو لګولو دکانالونو  جوړول او د څښاک داوبو دڅاګانو کيندل شامل دي .
ددغو پروژو کار د ٦١ مليونو ٣٧٩ زرو افغانيو په لګښت دغزني ولايت دمرکز دمقر ښار دناحيو او داندړو ،  جاغوريو او قره باغ  په ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
ددغو پروژو کار په بهير کې ١٠٨٧ تنوماهرو او غير ماهرو کارګرانو ته چې ٢١ تنه يې کونډې ښځې هم دي دکار زمينه برابره شوې ده .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دساتنې او څارنې پروژه په غزني ولايت کې ٥٠٠ کلي دټولګټې پروژې دپروګرام تر پوښښ لاندې نيول شوې ده او تراوسه پورې په دې بريالى شوى دى ددغه ولايت په بيلابيلو برخو کې د ١١٧ پروژې کار بشپړ او دخلکو داستفادې وړوګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته