امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول .

کابل باختر د کب دولسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان  په کونړ ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه  په سرګاڼو ولسوالۍ کې  ددوى په پټنځي  بريد وشو .
  دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان  د  نويو ډار اچوونکو بريدونوپه طرحه کولو بوخت و ،
چې پرې بريد وشو .
  ده  په دې هوايي بريد کې داووتنو ډار اچوونکو وژل کيدل تاييد کړ .او ويې ويل  چې په دې بريد کې  له ټولوجنګي وسايلو سره يې  ددوى پټنځي هم دړې وړې شوې دي .
   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته