کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
په پنجشير کې دکرونا ويروس داحتمالي ناروغانو د درملنې او قرنطين لپاره نن شل بستريز مرکز جوړ شو.
د پنجشير د عامې روغتيا رياست مرستيال محمد ابراهيم حازم باختراژانس ته وويل چې دغه شل بستريز روغتيايي مرکز دکرونا د مشکوکو ناروغانو د لومړنيو درملنواو قرنطين لپاره د دغه ولايت په څلوېښت بستريز روغتون کې جوړ شو .
هغه وويل چې اوس دکرونا دمشکوکو ناروغانو د پېژندنې لپاره يوه مشخصه څانګه په پنجشير روغتون کې فعاليت کوي او د دې ترڅنګ خلکو ته د دغه ويروس دخپريدو د مخنيوي د لارو چارواوخطرونوپه باب پوهاوى ورکوي.
ختم_ ج _ اکرم