امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل- باختر د چنګاښ  دريمه :
اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې ووژل شول.
دغزني ولايت دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال باختراژانس ته وويل  وسله والو طالبانو تيره شپه ددغې ولسوالۍ دلعل زي دکلي په امنيتي  پوستو بريد وکړ چې ددغې ولسوالۍ دامنيتي منسوبينو له مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
  دغه راز په دې نښته کې دوه تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان شول او يوبل سيمه ئيز پوليس ټپي شو .
په دغو عملياتو دوسله والو طالبانو يوه اندازه وسله او درې موټرسايکلونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته