سیاست

جمهور رئیس د هزاره قوم له مشرانو سره وکتل

کابل باختر دغبرګولۍ  اوومه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې وروسته په ملي شورا او د کابل  په ولایتي شورا کې د هزاره قوم له استازو او مخورو سره وکتل.

دجمهوري رياست مطبو عاتي دفتر با ختر اژانس ته خبر ورکړ :

په دى کتنه کې چې نن په ارګ کې تر سره شوه، قربان علی عرفانی، استاد محمد اکبري او حاجي رمضان جمعه زاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په وردګو ولایت کې یې د څړځایونو پر سر د کوچیانو او ځایي خلکو تر منځ د راولاړې شوې شخړې په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې د هزاره قوم مشرانو د هېواد له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د کوچیانو او ځایي خلکو تر منځ د راپیدا شوې ستونزې د حل لپاره دې اړوندو ادارو ته دنده وسپاري چې ددغې ستونزې د حل لارو په موندلو کې لازم اقدامات تر سره کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د هزاره قوم د مشرانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته دوی ته وویل چې د کوچیانو او ځایي خلکو تر منځ ستونزه سیاسي نه ده بلکې یوه ولسي او ټولنیزه ستونزه ده چې د خلکو لخوا باید حل شي.

جمهور رئیس وویل چې ددغې ولسي ستونزې د حل لپاره به د ملي شورا د غړیو او دواړو خواوو له استازو نه یو ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شي چې د څړ ځایونو پر سر ستونزه به په سوله اییزه او عادلانه توګه حل کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته