امنیت

د ملي امنيت د شورا غونډه د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دثور دمياشتې ٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمداشرف غني په مشرۍ   د ملي امنيت د شورا غونډه تېرماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
لومړى دملي امنيت شورا د دفتر په نامه دپکتيکا د والي عبدالکريم متين له خوا لګول شوي تورونه وڅيړل شول.
د ملي امنيت د سلاکار مرستيال د پکتيکا د والي تورونه بې بنسټه او مغرضانه وبلل او د غونډې غړو ته يې په مفصل ډول معلومات وړاندې کړل.
د ملي امنيت شورا د کورنيو  چارو د وزير نورالحق علومي په مشرۍ او د عدليې او د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزيرانو، دولسي جرګې ددويم نايب، دمشرانو جرګې د دويم نايب، د ولسي جرګې د دفاعي او د ځمکنۍ بشپړتيا د چارو  د کميسيون د رييس، د ولسي جرګې د کورنيو او د ملي امنيت د چارو دکميسيون د رييس، د مشرانو جرګې د کورني امنيت، دفاعي چارو او د سيمه ييزو ارګانونو د کميسيون د رييس، د ملي امنيت د لوى رييس، په نظامي چاروکې دلوى څارنوالۍ د مرستيال او دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې دسرپرست په ګډون يو واکمن هيئت موظف کړچې دغه تورونه وڅيړي او د خپلو څيړنو نتيجې دې د افغانستان له خلکو سره شريکې کړي.
وروسته د هېواد عمومي امنيتي حالت د ننګرهار، خوست، بلخ او د بدخشان په ولايتونوکې په وروستيو تروريستي پيښو په تمرکز سره وڅيړل شو او د ملي امنيت شورا د دغو ولايتونو د امنيتي او د حکومتوالۍ د حالت د ښه والي په لاره کې د هېواد د امنيتي بنسټونومسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پاى کې د افغانستان او  د اروپا د اتحاديې ترمنځ مشارکت او انکشاف کې د همکارۍ د موافقه ليک طرحه وڅيړل شوه او د ملي امنيت د شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته د اروپا د اتحاديې له لوري سره د دغوخبرو د ترسره کولو په لاره کې د جمهور رييس د ملي اقتصاد سلاکار ته  لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته