سیاست

د افغانستان په باره کې د دوه اړخيزو سلامشورو په دوام د پاکستان او امريکا موافقه

اسلام آباد دان – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
په اسلام آبادکې د پاکستان له حکومتي مامورينو سره د امريکا د جګپوړو ډيپلوماتانو د کتنې په بهيرکې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره د مرستې لپاره د ګډې همکارۍ په پراختيا او په ٢٠١٤ ميلادي کال کې له افغانستان څخه بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د سلامشورو په دوام باندې ټينګار وکړ.
باختر آژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
د افغانستان او پاکستان په چاروکې د امريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي جيمز ډابنز پرون د پاکستان د ملي امنيت او په بهرنيو چاروکې د دغه هيواد د صدراعظم له جګپوړي سلاکار سرتاج عزيز سره وکتل.
په دې کتنه کې سرتاج عزيز دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پوځي مليشو پرخلاف دپاکستان پوځيانو د پراخو عملياتو دوام ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې پاکستاني پوځيان له توپير پرته په شمالي وزيرستان کې په ټولو وسله والو او دولتي ضد ډلو بريدونه کوي.
سرتاج عزيز دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک د تړون (ناټو) د پوځونو قوماندان جوزف ډانفورد په دې وروستيو وختو کې ادعا کړې ده چې دى په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو د نتيجو په نسبت اعتراض لري.
ډانفورد وويل چې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د مليشه طالبانو او ازبکستان د غورځنګ پرخلاف بريالي عمليات ترسره کړي دي، خو د پاکستان امنيتي ځواکونو د حقاني د شبکې د جګړه مارانو پرخلا چې واشنګټن زيات د دغه شان اقدام غوښتنه کوي؛ غوڅ اقدام نه دى کړى.
دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د دغې کتنې په باب اعلام وکړچې سرتاج عزيز او جيمز ډابنز په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د افغانستان په باره کې د دوه اړخيزو سلامشورو په ژورتيا او پرختيا او په دغه هيوادکې داقتصادي ثبات او پراختيا د ګډو هدفونو او د سولې د بهير له پرمخ بيولو سره په مرستې باندې ټينګار وکړ.
د پاکستان صدراعظم سترسلاکار د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو نتيجو د بحران لپاره د سوله ييزحل دلارې دموندلو هرکلى وکړ او زياته يې کړه چې اسلام آباد په افغانستان کې د ديموکراسۍ د پياوړتيا ملاتړ کوي؛ ځکه د ولسوالۍ کې د نظام رواجول په افغانستان کې د سولې له پراختيا سره جوخت په سيمه کې د امنيت او ثبات له تثبيتولو سره مرسته کوي.
ټاکل شوې ده ډابنز د افغانستان او پاکستان په چاروکې د امريکا دځانګړي استازي په توګه له خپلې ډنډې څخه ګوښه شي او دوه مرستيال د واشنګټن د نوى استازى په توګه دغه مسووليت په غاړه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته