امنیت

يو بندي وتښتيد.

کابل –باختر دمرغومى شپږويشتمه :
يوبندي تيره شپه دغور ولايت دپوليسو له توقيف څخه وتښتيد.
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسيدحسين صفوي باختر آژانس ته وويل ،دغه سړى چې څه موده مخکې له هلمند سره دغور په پوله کې دپوليسو له خوا له څلويښتو کېلوګرامو اپينو سره نيول شوى و ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له نظارت خونې څخه په تيښتي بريالى شو.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ټاکل شوې وه دغه سړى  نن دڅيړنو په خاطر کابل ته وليږدول شي.
هغوى څرګنده کړه دوو تنو نوکريوالانو چې  د دندې په ترسره کولو کې يې غفلت کړى نيول شوى او ترڅيړنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته