امنیت

د هېواد په جنوب کې د ۷ تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

کابل باخترد سلواغې لومړې نېټه
د هلمند ولایت د مارجې او سنګین ولسوالیو په مربوطاتو کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
له ملي دفاع وزارت څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ډار اچوونکي د ملي اردو د ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د ملي اردو د ځواکونو د تېرې ورځې په ترسره شویو بریدونو کې د ډار اچوونکو درې پټنځایونه او یو هاوان هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته