امنیت

يو ځانمرګى بريد کوونکى ونيول شو.

کابل –باختر دتلې دمياشتې ١٧
دملي امنيت دعمومي رياست موظفينو يو کس چې نيت  درلود په کابل کې دلوى اختر په ورځو کې په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي ونيوه.
دملي امنيت دعمومي رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي:   حضرت الله په ابوبکر مشهور دخوست ولايت اوسيدونکى  دوزيرستان دټل مدرسې طالب العلم  چې دحقاني دشبکې په ترورستي  مرکز کې چې ديو شخص دځانمرګي افرادو دجلب او جذب مسوول عبدالله له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و او غوښتل  يې دلوى  اختر په  ورځو کې دکابل  ښار په ګڼ ميشتو سيمو کې ځانمرګى  بريد وکړي چې هدف ته له رسيدو مخکې د ملي امنيت دعمومي رياست دموظفينو له خوا ونيول شو .
دغه نيول شوى کس دلومړيو تحقيقاتو په بهير کې اعتراف او ويلي دي چې دوزيرستان دټل په سيمه کې دپنځه ديرشو ورځو لپاره ځانمرګې بريدروزنه ، ترورستي وسلو کارول  او دځانمرګو واسکټونو کارول يې ، دعربي .پاکستاني ، ښوونکو له خوا زده کړې او دجعلي او تبليغاتي فلمونو په ننداري  سره ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته