ټولنه

په بلخ ولايت کې له بيځايه شويو کسانو سره مرسته وشوه.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دبلخ ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست دپناه غوښتوونکو په چاروکې دملګرو ملتو دسازمان د عالي کميشنرۍ په همکارۍ په بلخ ولايت کې په ٨٠٠ کورنيو دوه زره امريکايي ډالره وويشل.
دبلخ ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس عبدالقادر صبوري دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې دغه کورنۍ دکندز ، فارياب،سرپل او بغلان په ولايتونو کې له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بيځايه شوې وې او ددغه رياست او دپناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ داستازي له خوا دقيقه سروې شوې وه.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې نن ددغو مهاجرينو په ٨ سوه کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې او دغه سازمان ژمنه وکړه چې په راتلوونکو ٦ مياشتو کې هم په هغو نورو کورنيو چې دسروې په حال کې دي نغدې پيسې خوراکي توکي او جامې وويشلې شي او ټاکل شوې ده دهرات په شمال او شمال ختيځ کې په لسو زرو کورنيو دوه ميليونه ډالره نغدې پيسې هم وويشلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته