ټولنه

روانه جګړه ورور وژنه، خو د بريا لاره سوله ده

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د روزګان دیني عالمان وايي چې روانه جګړه ورور وژنه ده، خو له ورور وژنې د خلاصون او بريا لاره سوله ده.
دوی وايي چې جګړه د حل لاره نه ده او په کار ده چې د سولې له لارې افغان حکومت او وسله وال طالبان خپلمنځي ستونزې حل کړي.
په روزګان کې دیني عالم مولوي حمدالله ابدالي، مولوي مولاداد او قومي مشر رحمت الله وايي چې هیله او غوښتنه یې په هېواد کې تلپاتې سوله او اوربند دی.
دوی وايي چې طالبان به د جګړې له لارې ښه پایله ترلاسه نه کړي، ځکه د روانې جګړې په دواړو لورو کې افغانان وژل کېږي.
په ورته وخت کې د روزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي: وسله وال طالبان به د سيمو په نېولو هېڅ ترلاسه نه کړي؛ یوازې به ټولګټو پروژو او ملکیانو ته زیان واړوي.
محمد عمر شېرزاد پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لار خپله کړي او له جګړې لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې جګړې زور اخیستی چې زیات زیان یې ملکیانو ته اوړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته