امنیت

شپږ پوځيان په کاپيسا کې شهيدان شول

کابل /دوږي ٣١مه / باختر:
شپږ افغان پوځيان نن په کاپيسا کې دوسله والو طالبانو د بريد د شنډولو په بهير کې شهيدان شول
دکاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش د باختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د کاپيسا په محب خيلو سيمه کې پراخ برېدونه ترسره کړل چې ددغو برېدونو د شنډولو په بهير کې  د شاه کوت د امنيتي حوزې قوماندان محمد داود له پنځوسرتېرو سره يې شهيدان شول.
  هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې وسله وال طالبان ووژل شول او هم ټپيان شول خو دقيق  شمېر يې نه دى ترلاسه شوى.
ختم _ شکريه_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته