کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د هېواد د ګلف د ملي ټيم ورزشکاران په آسيايي سياليوکې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړل .
باختر آژانس د بدني روزنې او سپورت رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو د آمريت له خولې خبر راکړ :
ټاکل شوې ده د آسيا د ګلف د اتلوالۍ سيالۍ د روان ميلادي کال د اپريل د مياشتې په يوويشتمه نيټه د پاکستان په لاهور ښارکې پيل او د دغې مياشتې تر څليرويشتمې نيټې پورې دوام ومومي.
په همدې مقصد له افغانستان څخه څلوروتنو ورزشکارنو، يوه ښوونکي او يوه هيئت پاکستان ته سفر کړى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ