سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي، دکابينې د  غړو او دافغانستان د  ټول ملت په    نامه  د  جمهوري رياست دلومړي  مرستيال مارشال
محمد قسيم فهيم د مړينې له امله د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغامونه باختر آژانس ته رارسيدلې دي .
په پيغامونو کې ارواښاد   مارشال محمدقسيم فهيم   د آزادۍ   او خپلواکۍ غوښتونکى شخصيت او دهيواد په باب د ژور فکر لرونکى شخصيت  په توګه
او دهيواد رښتينى بچى بلل شوى دى او د هيواد  په اوسنيو نازکو شرايطو کې
د ده نشتوالى يوه  نه جبيره کيدونکې ضايه بلل شوې  ده .
دغه پيغامونه د پنجشير د والي مولانا عبدالرحمن کبيري او د دغه ولايت دملکي او پوځي منسوبينو ، د بدخشان د  والي ډاکتر شاه ولى الله اديب او ددغه   ولايت دپوځي او ملکي منسوبينو ، د پکتيا د والي جمعه خان همدرد او د دغه   ولايت د دولتي ادارو دمنسوبينو،   دغزني دوالي موسي خان اکبرزاده او ددغه    ولايت د پوځي او ملکي ادارو د منسوبينو له خوا ليږل   شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته