امنیت

د دولینې څارنوالۍ د آمر پر کور برید وشو

کابل/ دلړم ٢٩مه/ باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن د غور د دولینه ولسوالۍ د څارنوالۍ د آمر پر کور برید وکړ چې په پايله کې د هغه د کورنۍ دوه غړي ټپیان شول.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: ناپېژاندو وسله والو کسانو د فېروزکوه ښار په جرکندیوال سيمه کې د دو لینه ولسوالۍ د څارنوالۍ د آمر عبدالاحد پر کور برید وکړ چی په پایله کې د څارنوال ورور او د کورنۍ یو بل غړی يې ټپیان شول او څارنوال عبدالاحد ته زیان نه دی اوښتی.
پولیسو د یرغلګرو د پېژندنې او نيولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته