-کابل / دزمري ٨مه / باختر:
په هلمند کې په يوه جګړه کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د بازار په شاوخوا کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د طالبانو په ډلې بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې طالبان د نادعلي ولسوالۍ پرڅو پوستو د برېدونو په خاطر راټول شوي و چې امنيتي ځواکونو پرې بريدوکړ .
دغه قول اردو وايي چې په دې نښته کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ