نړۍ

د هند په يوه ايالتي روغتون کې په تېرو پنځو ورځوکې د شپيتو تنو ماشومانو مړينه

نوي ډيلي/ باختر د زمري دوه ويشتمه :
  د هند د اوتارپرادش ايالت په يوه دولتي روغتون کې په تيرو پنځو ورځوکې د شپيتو تنو ماشومانو مړينه په يوه ملي ناتار بدله شوې ده او روغتون د رييس دنده ځنډول شوې ده .
زياتره هغه ماشومان چې په دې روغتون کې مړه شوي دي، د څو ورځو نوي زيږيدلي ماشومان وو.
داسې ادعاګانې طرحه شوې دي چې روغتون د تجهيزاتو د يوه وړاندې کوونکي پوروړلى و او د اکسيجن په مخزنونوکې د ګازو فشار په کمښت سره ماشومانو د اکسيجن د کمښت په دليل وژل شوي دي.
د روغتون مقامات او د هغه د تجهيزاتو تامينوونکى شرکت دغه ادعا ردوي.
په پنځو ورځوکې د دغه شمېر ماشومانو مړينې د قهر او غوصې څپې را پارولې دي.
د هند د صدر اعظم  نارندار مودي دفتر  ويلي دي  چې مودي حالت څاري.
د روغتون د کارکوونکو د ناغيړى د احتمال په باره کې د تحقيق لپاره يوه کمېټه جوړه شوې ده.
د هند حکومتي مقاماتو ويلي دي چې د اګست په مياشت کې تل د مړينې شمېر لوړ دى.
د اوتار پرادش ايالت يوه پارلماني استازي هم ويلي دي چې هره ورځ په منځنى ډول له اتو تنو څخه تر لسو تنو پورې په دغه روغتون کې مري .
  يوشمېر بستر شوي ماشومان په مغزي ميکروب اخته وو. دغه ويروسي ستونزه په اوتار پرادش ايالت کې کال په کال په سلګونو تنه وژني.
  ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته