کابل باختر چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
اووه ويشت تنه بنديان پرون د کندز ولايت له جيل څخه آزاد شول.
دکندز ولايت د جيل مدير ګل خان کوفي باختر آژانس ته وويل: دغه بنديان چې څلور تنه ښځې هم پکې شاملې دي؛ د مجاهدينو د برياليتوب يا د ثور د اتمې نيټې او د کوچني اختر په مناسبت د جمهور رئيس د فرمان له مخې له بند څخه آزاد شول.
د دغو بنديانو د آزادولو په غونډه کې د والي ددفتر، دمحکمي د رياست ، د کندز د استيناف څارنوالۍ ، ولايتي شورا استازو او د دغه ولايت د ښځو د چارو رئيسې ګډون کړى و .
کوفي زياته کړه چې د کندز په جيل کې د لسو تنو ښځو په ګډون ٤٠٠ تنه بنديان شپې سباکوي.
پاى جذ