امنیت

په لوګرکې ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
ديارلس تنه وسله وال  مخالفين تيره شپه  او نن سهار دلوګرولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې ووژل شول.
دلوګرولايت دامينې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ديو سرګروپ په ګډون  شپږ تنه وسله وال  مخالفين ددغه ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان  پوځيانو په ګډو عملياتو کې ووژل شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن  دوسايطوضد پنځه ماينونه  هم کشف اوشنډشوي دي.
ديوبل خبر له مخې ، دغه راز څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه  دلوګر دبره کي برک ولسوالۍ په تنګي وردګ سيمه کې دهوايي بريدونو اودافغان پوځيانو په بريد کې ووژل شول.ددغې سيمې په وژل شويو کسانو کې په حذيقه مشهور نصرالله  په نامه دطالبانو يو سرګروپ چې دځانمرګو واسکټونو مسوول و  اوپه لوګرولايت کې يې په تروريستي  بريدونو کې کليدي رول درلود شامل دى.
صالح زياته کړه چې دلوګر په خروار ولسوالۍ کې هم دافغان پوځيانو په عملياتو کې دبابر علي په نوم ديوه پاکستاني  په ګډون درې تنه طالبان  هم  ووژل شول.
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته