ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې يوتن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د کب  دريمه :
په بغلان ولايت کې نن سهار دترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول .  دبغلان ولايت دترافيکو دمديريت  دپيښو دڅيړنې آمر سرڅارمن سيد علم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه ددوشي ولسوالۍ داحمد خيلو دکلي په ساحه کې له يوه تونس سره دسراچه موټر دټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې يوتن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه چې دپيښې ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا دپلخمري ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي  .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا درياست مطبوعاتي مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني  ددغې پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
  يوه اړونده خبرځاى وويل: دتيرې يوې مياشتې  په بهير کې  داڅلورمه ترافيکي پيښه ده چې دموټر چلوونکو له خوا دترافيکي قوانينو اومقرراتو دنه رعايتولو له امله په دې ساحه کې رامنځته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته