امنیت

په کندز کې د ديرشو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د کب  اتلسمه
په کندز ولايت کې٣٠ تنه وسله وال طالبان پرون ووژل شول .
  د پامير د شلمې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دکندز  دمرکز په تولکې کلي او د دغه ولايت د قلعه زال  ولسوالۍ په صالح آباد او تربوز ګذر کليوکي دکوماندو ځواکونو په بريدونوکې وژل شوي دي.
کريمي  زياته کړه چې  په دغو بريدونوکې ١٠ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي، څلور تنه نيول شوي او د دښمن څو قرارګاوې او جنګي وسايل له منځه تللي دي.
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته