امنیت

شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې په هوايي بريد کې ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د خاص روزګان ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دوى په مرکز کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې په بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو يو مرکز ويجاړ شوى دى.
خبرپاڼه په بريد کې د شپږو وسله والو طالبانو وژل کېدل تاييد کړي دي.
د يو بل خبرله مخې:
د روزګان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١١ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته