سیاست

جمهور رييس: د عاشورا د ورځې په مناسبت د وينې ورکړه دې بايد په يو سراسري پروګرام بدل شي

کابل باختردلړم دمياشتې ١٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني نن سهار د محرم الحرام د مياشتې او د عاشورا د ورځې په مناسبت خپله يوه اندازه وينه د وينې مرکزي بانک ته ورکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهور رييس د وينې له ورکولو وروسته د خبرو په ترڅ کې د افغانستان ټول ملت ته د عاشورا د ورځې له امله د ډاډګيرنې د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې وويل: د وينې ورکړې د بلنې په تعقيب، په پوره وياړ سره خپله يوه اندازه وينه د هېواد د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو او  وينې ته  نورو اړوندو خويندو او ورونو ته ورکوم.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس له ټولو عزا دارانو او هېوادوالو څخه وغوښتل دغه نوښت چې د لومړي ځل لپاره د استاد خليلي له خوا پيل شو، تعقيب کړي .
په دغو مراسموکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دويم مرستيال محمدسرور دانش هم  خپله يوه اندازه وينه د وينې مرکزي بانک ته ورکړه.
د هېواد جمهور رييس څه موده مخکې له شيعه او سني عالمانو سره په کتنه کې ټينګار کړى و چې د عاشورا د ورځې په مناسبت د وينې ورکول دې بايد په يو سراسري  پروګرام بدل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته