ښوونه او روزنه

په لوګر کې پر ديني مدرسو خوراکي توکي او قرطاسيه وويشل شوه

کابل/ د ليندۍ١١مه / باختر:
د لوګرد پوهنې رياست په دغه ولايت کې له سلو مدرسو سره د خوراکي توکي او قرطاسيې مرسته وکړه.
د باختراژانس د خبرله مخې: د لوګر ولايت مرستيال مولوي انعام الله صلاح الدين د دغو مرستو د ويش پرمهال ديني مدرسو ته پر لازياتو مرستو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په هېواد کې حکومت د ديني عالمانو په لاس کې دى او د تعليمي مرکزونو له ښوونکو يې وغوښتل چې زياتره زده کوونکي په ديني زده کړو سمبال کړي.
د لوګر د پوهنې رييس مولوي جنت ګل وويل: په دې مرسته کې ورېجې، غوړي، لوبيا، چاى او مالګه شته چې په لوګر کې پر ديني مدرسو وويشل شوه.
\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا