ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنى پيغام

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دافغانستان داسلامي  جمهوريت   د   جمهور  رييس حامدکرزي   دخواشينۍ
او ډاډګيرنى پيغام
په    ډيرې  خواشينۍ سره  خبر شوم  چې دلوگرولايت  يو قومي متنفذ او جهادي شخصيت  الحاج غلام دستګير احمدزي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.
انالله اوانااليه راجعون
ارواښاد الحاج غلام دستګير د  جهاد پياوړى  ملګرى او دخپلو خلکو خير  خواه او خدمتګار و. دده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ  اوډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دلوگر ولايت  خلکوته  وړاندې کوم . الله تعالي دې  دى وبخښي  او کورنۍ ته  دې يې جميل
صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته