کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د قوانينو د کميټې فوق العاده غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ د جمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د هغو قوانينو د طرحو د تثبتيولو په باب چې د نافذولو لپاره د جمهوري رياست تقنيني فرمان ته اړتيا لري او دغه راز د اوبو د منابعو او تاسيساتو د تګلوري او حريم دمقررې دطرحې په باب غور او خبرې وشوې او لازمې پريکړې وشوې.
د جمهور رييس مرستيال د غونډې په پيل کې څرګنده کړه: د قوانينو د کميټې فوق العاده غونډه په دې خاطر جوړه شوې ده، ځينې هغه قوانين چې د افغانستان د دولت په نړيوالو ژمنو پورې اړه پيداکوي او تصويبول يې د نړيوالو مرستو اساسي شرطونه دي؛ غور وکړي او د تقنيني فرمانونو د صادرولو له لارې دجمهور رييس توشيح واخلي .
ده زياته کړه: ځينې قوانين کلونه کلونه کيږي چې د هيواد په ولسي جرګه کې بې برخليکه پاتې دي؛ له دې امله هيله لرو چې وکولاى شو هغه د پارلمان د غړو دنظر د څرګندولو د حق په ساتنې سره د جمهور رييس د تقنيني فرمان له لارې وروستي پړاو ته ورسوو.
په غونډه کې د هغو قوانينو په باب له خبرو او څيړنو وروسته چې تقنيني فرمان ته اړتيا لري؛ پريکړه وشوه، هغه نهه قوانين چې پخوا د قوانينو په کميټه کې څيړل شوي دي؛ د کابينې په اجنداکې ونيول شي او د جمهور رييس په تقنيني فرمان سره دې توشيح شي او لس نور قوانين دې هم د قوانينو دکميټې په اجندا کې ونيول شي او د کميټي له تاييد وروسته دې کابينې ته وليږل شي .
دغه راز په دې غونډه کې د اوبو د سرچينو او د آبي تاسيساتو د تګلوري او حريم د مقررې طرحه هم وڅيړل شوه او د تاييدوړ وګرځيده .
په غونډه کې پريکړه وشوه چې دغه مقرره دې دکابينې په اجندا کې شامله شي او د تقنيني فرمان د صادرولو په لومړيتوب کې دې ونيول شي .
دغه مقرره په پنځو فصلونو او شپږ ديرشو مادوکې تنظيم شوې ده او د اوبو د منابعو او د آبي تاسيساتو په حريم پورې اړوندې مسئلې او د انرژۍ او اوبو او د کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو او د نورو دولتي ارګانونو مسوولينو ته او د اوبو د منابعو او د آبي تاسيساتو د تګلوري او حريم په ټاکنه او ساتنه کې د خلکو د همکاري جلبول مشخص کوي .
0 2 دقیقې لوستل