امنیت

په هلمندکې د سيمه ييزو پوليسو په پوستو د طالبانو بريدونه شنډکړى شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
په هلمند ولايت کې د طالبانو د بريد په وړاندې د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن شاه محمود آشنا دباختر آژانس خبريال ته وويل: د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د لويې لارې د کنډک د پوليسو په پوستو د طالبانو د ډله ييزو بريدونو په وړاندې مقاومت وشوچې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
د آشنا د څرګندونو له مخې: د دغه مقاومت په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته