امنیت

په ننګرهارکې د ترور او باج اخيستنې يوه شبکه دړې وړې شوه

کابل/ د تلې ٢مه/ باختر
په ننګرهارکې د ترور او باج اخيستنې يوه شبکه دړې وړې شوه.
پوليس وايي چې د دغې شبکې درې نيول شوي غړي د پيسو په بدل کې د ډاکترانو په ګډون د پانګه والو په ترور او ګواښلو لاس پورې کاوه.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره د ډاکترانو د وژنې او ګواښلو پر لسګونو مواردو اعتراف کړى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغه شبکه په جلال آباد ښارکې د پوليسو په عملياتوکې دړې وړې شول.
هغه وويل: د دغې شبکې درې نيول شوي غړي دپيسو دترلاسه کولو لپاره د وژنې او ګواښلو پر لسګونو مواردو اعتراف کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار په وروستيو درېيو کلونوکې په وار وار د ډاکترانو د ګواښولو او د هغوى د تښتونې ډګر و.
د دغې شبکې افرادو په ځينو مواردوکې د پيسو له نه ترلاسه کولو وروسته د ډاکترانو په کتنځيو او روغتيايي مرکزونوکې د بمونو په اېښودلو اقدام کړى دى چې د خلکو او ډاکترانو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.
د ننګرهار مسوولين وايي چې د ګواښلو زياتوالى د دې سبب شوى دى چې ډاکتران د هېواد پرېښودو ته اړ شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته