ټولنه

د سروبي د ١٦کليو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزه لرې شوه

 کابل/ د لیندۍ۲۸مه/ باختر
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د یوه پله په جوړولو سره د تګ راتګ په برخه کې د ١٦کليو د اوسېدونکو ستونزه حل شوه.
د کابل د کليو د بیارغاونې او پرمختیا رییس انجنیر اول خان احمدزي د دغه پله د پرانيستلو په وخت کې وویل چې د دوپي پُل د ٦٠ مترو په اوږدوالي د کليو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي لارو د جوړولو د ملي پروګرام له لارې د څه د پاسه ۳۲ ملیونو افغانیو په لګښت جوړ شوى دى.
د دغه پله د کار په بشپړېدو سره د دغې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
احمدزي زیاته کړه: د کليو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت په دې ولسوالۍ کې د برېښنا او اوبو رسولو پر ۳۵ طرحو کار کوي چې د هغو په بشپړېدو سره به د ۸ زره ۵۰۰ کورنیو ستونزه لرې شي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته