نړۍ

دمصرانقلابي ځوانان ميلوني مظاهرې کوي

دمصر ځوانانو نن ديکشنبې په ورځ په دغه هيواد کې دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو له لومړۍ پړاو څخه يوه ورځ دقاهرې ښار دتحرير په ډگر کې مليوني مظاهرې کوي .

دسالمو اوشفافو انتخاباتو دترسره کولو دامکان باب  باب انديښنې تردې اندازي پوري زياتي شوي دي چې پرانتخاباتو کتوونکي هيئت دامنيتي حالاتو په نسبت انديښنه څرگنده کړې ده .

دقاهري دتحرير ډگر له لسو ورځو را په دې خوا مصر دواکمن پوځي شورا دکړو وړو په نسبت داعتراضې مظاهرو ډګردى .

په تحرير ډګر کې تحصن کوونکي وايي ددوى اصلي ستونزه دپوځي شورا  پراخ واکونه  اوپه تحرير ډګر کې ميشت کانديدانو له دايري څخه وتلي  دنوى دولت جوړول دي  له دې امله دانقلابي ځوانانو ايتلاف په تحرير ډګرکې  دمليوني نويو مظاهرو دترسره کولو غوښتنه کړې  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته