سیاست

دامريکا ددفاع وزير کابل ته راورسيد .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دامريکا ددفاع وزير شتون کارتر کابل ته راورسيد .
دباختراژانس دخبرله مخې : ښاغلي کارتر په عراق کې له ميشتو امريکايي پوځيانوسره له کتنې وروسته نن سهار دکابل په شمال کې بګرام ته ورسيد او دبګرام په هوايي ډګر کې يې له ميشتو امريکايي پوځيانوسره وکتل .
دافغانستان دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې شتون کارتر  به په کابل کې دخپلې استوګنې په وخت کې له خپل افغان سيال جنرال عبدالله خان حبيبي  سره دامنيتي  او دفاعي مسئلو په باب خبرې وکړي .
کابل ته داشتون کارتر سفر ټيک په داسې وخت کې کيږي چې دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په افغانستان کې ميشتو امريکايي پوځيانو ته نوې پاليسي مشخصه کړې ده او هغو ته له افغان پوځيانو سره په پوځي  عملياتو کې دمشارکت اجازه ورکوي .
امريکا په وارسا کې دناتو دغړو هېوادونو دمشرانو په وروستۍ  غوڼده کې له افغانستان سره خپل  بشپړ ملاتړ اعلام وکړ .
  افغانستان ته دښاغلي کارتر سفر کيداى شي له افغانستان سره دامريکا دراتلوونکو مرستو په باب متمرکز وي .
ټاکل شوې ده داشتون کارتر دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمد اشرف غني سره له خبرو وروسته له  ده سره په يوه ګډه خبري غونډه کې  برخه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته