سیاست

د محمدکريم خليلي د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام

کابل باختر د کب اتلسمه :
دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دمړينې په مناسبت دجمهور رييس د مرستيال محمدکريم خليلي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
په ژورې خواشينۍ اوخپګان سره خبر شوم چې د جمهوري رياست لومړۍ مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم وفات شوى دى. دى دجهاد او مقاومت د دورې يوه ستره او مهمه څيره اوشخصيت و چې د هيواد د خپلواکۍ او آزادۍ په لاره کې يې زيات کړاونه اوستونزې وګاللې.
ده خپل عمر هيواد ته دخدمت په لاره کې تېر کړ. کلونه کلونه او له نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه له پرديو سره د مبارزې په لاره کې وجنګيد. وروسته په هغه دوران کې چې تروريزم اوتورتم  په هيواد سيورى غوړولى و؛ د وحشت او ترور له لمنې څخه د هيواد د ژغورنې لپاره په ميړانه ودريد.
دى د هغوڅيرو او شخصيتونو له جملې څخه و چې له هيوادسره يې زياته مينه لرله؛ هيله يې د يوه آزاد او آباد افغانستان شتون و.
په نوى دوران کې هم مارشال محمدقسيم فهيم د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د مسووليتن په منلو سره خلکوته د زياتو سياسي، ټولنيزو او اداري خدمتونو جوکه شو او د نويو ارزښتونو او برياليتوبونو د ټينګښت اوساتنې په لاره کې يې هلې ځلې وکړې.
په داسې شيبوکې چې افغانستان برخليک ټاکوونکې ورځې تيروي؛ د مارشال محمد قسيم فهيم نشتوالى د افغانستان مسلمان ملت او هيواد ته يوه ستره ضايعه ده.
له شک پرته افغانستان خپل يو زړه سواند اوسرښندونکى شخصيت له لاسه ورکړ.
زه دمارشال محمدقسيم فهيم د ناڅاپي مړينې له امله د هيواد جمهور رييس حامدکرزي، د افغانستان خلکو د ارواښاد يارانواو د سنګر ملګرو په تېره بيا د ده کورنۍ، دوستانو او پاتې کسانو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوم او د لوى خداى  (ج ) له دربارڅخه ارواښادته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جزيل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته