امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو په ننګرهار ولايت کې  کشف شوه  .
دغه ډيپو  چې دبټي کوټ ولسوالۍ  په نرۍ کلي کې  دطالبانو په يوه پټنځي کې موقعيت درلود؛ پرون ناوخته دامنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف شوه .
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ  وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر   آژانس خبريال ته وويل :  له دغې ډيپو څخه  دتوغندي ويشتونکو ، توپونو ، د زيکويک او داشکې د ګوليو ، لاسي   بمونو ، ماينونو او دڅوارلسو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو په ګډون په لسګونو سپکې او درندې وسلې  ترلاسه   دي.
مشرقيوال وايي چې وسله والو طالبانو له دغې ډيپو څخه په خپلو تروريستي بريدونو کې استفاده کوله . ددغې  پټنځي  دکشفولو په وخت کې څوک  نه و؛ خو امنيتي مسوولين وايي  چې ددغه پټنځى د طالبانو دنيولو  لپاره  هڅې يې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته