امنیت

پنځه تنه ترورستان چې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال دترور نيت درلود ونيول شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٣٠
دملي امنيت لوى رياست پنځه تنه دجمهوري رياست په لومړي مرستيال دترورستي بريد په تور نيولې دي.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دملي امنيت دلوى رياست وياند چې له خبريالانو سره يې خبرې کولې وويل : پنځو تنو چې غوښټل دجمهوري رياست په لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم تروريستي بريد وکړي په دوو جلا جلا عملياتو کې ددغې ادارې د منسوبينو له خوا ونيول شول.
ده زياته کړه چې دغه پنځه تنه ترورستان دقندهار او دپکتيا دولايتونو اوسيدونکي دي چې يو تن يې په مزارشريف ښارکې او څلور تنه نوريې دکابل ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
دملي امنيت دلوى رياست د وياند د څرګندونو له مخې : نيول شوي کسان چې په تروريستي ډلو پورې تړلي دي او له هيواد څخه بهر دوه مياشتې زده کړي دي او افغانستان ته استول شوې وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته