اقتصاد

په ننګرهار کې د ګچو کا نونو کېندنې پيل شوې

کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر
د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ ټټنګ سيمه کې دريو کورنيو شرکتونو پرمټ د ګچو کانونو قانوني او مسلکي کېندنې پیل شوې چې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
د ننګرهار د کانونو رییس باز محمد عبدالرحمن وايي چې د کانونو د استخراج قراردادونو په برخه کې يې اسانتیاووې برابرې کړي دي او هم یې ننګرهار کې د کانونو د غیر مسلکي استخراج مخه نیولې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې هسپانیې او لندن ته یې ۵۰۰ ټنه شوکاڼی صادر کړی. په وینا یې ډېر ژر به نور بېلابېل تولیدات هم بهر ته صادر شي.
ن/ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا