کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٥:
د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون په ننګرهار ولايت کې د داعش له ډلې سره د همکارۍ په تور ونيول شول.
دغه کسان نامعلوم ځاى ته د چسپکي ماين او تومانچې په ګډون د جنګي وسايلو د ليږدونې په حال کې وو چې په جلال آباد ښارکې د پوليسو په ځانګړوعملياتوکې ونيول شول .
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد دباخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې تائيد کړه چې په دغوځانګړو عملياتوکې يوه ښځه، يو ماشوم او يو سړى د داعش له ډلې سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.
ده وويل: دغه ښځه او سړى خور او ورور و او د داعش ډلې ته يې مهمات ليږدول.
تر اوسه پورې د داعش ډلې په دې باب څه نه دي ويلي.
0 1 دقیقه لوستل