کابل / دمرغومي ١٣مه / باختر :
دهرات ولايت دملي امنيت درياست کارکوونکي ديوه انسان تښتوونکي بانډ دغړو په پېژندنې او نيولو بريالي شول .
ددغه بانډ غړي چې دملي امنيت دځواکونو ترڅارنې لاندې و ، يوملي سوداګر دزوى دتښتولو نيت درلود چې ونيول شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې نور اغا ، نذير احمد او عيدي محمد دغه انسان تښتوونکى بانډ جوړ کړې وو چې درې واړه ونيول شول .
ختم_ ف _ اکرم