ورزش

د المپیک په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي معلوم شول

کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د هغه افغان لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل چې د المپیک په نړیوالو سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شوی دی.
د المپیک د ملي کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي نن رسنيوته وویل، ټاکل شوې چې د تکواندو په برخه کې فرزاد منصوري، د اتلتیک په څانګه کې شاه محمود نبرد او کیمیا یوسفي، د لامبو وهلو په برخه کې فهیم انوري او د نښه ویشتلو په برخه کې مهدي شجاعي د المپیک په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
نوموړي وویل، هڅه کېږي چې د سوک وهنې په برخه کې هم د افغان لوبغاړي لپاره سپین کارت واخیستل شي.
ښاغلي پوپلزي خوښي وښوده چې د کډوالو په برخه کې هم درې افغان لوبغاړي د المپیک سیالیو ته لاره پیدا کړې ده.
د جودو په برخه کې نګاره شاهین، معصومه علی زاده د بایسکل ځغلونې او عبدالله صدیقي د تکواندو په برخه کې هغه درې افغان کډوال لوبغاړي دي چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شوی دی.
د المپیک ملي کمېټه وایي، ټاکل شوې چې د المپیک په سیالیو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي د کرونا واکسین له ترلاسه کولو قطر ته د تمریناتو په هدف واستول شي.
ټاکل شوې چې د المپیک نړیوالۍ سیالۍ د روان میلادي کال د جولای په ۲۳ مه د جاپان په توکیو ښار کې ترسره شي.
په پام کې وه چې دا سیالۍ د ۲۰۲۰میلادي کال د جولای له ۲۳مې پیل او د اګسټ تراتمې دوام وکړي، خو د کرونا خپرې شوې وبا دا پلان ګډوډ کړ او سيالۍ یو کال ته وځنډول شوې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته