جلال آباد باختر د زمري دمياشتې ٨ :
په لسګونو ټنه تېرتاريخ خوراکي او غير خوراکي توکي د ننګرهار ولايت له پلورنځيوڅخه راټول کړاى شول.
دغه کار د جلال آباد ښاروالۍ او د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست له خوا د يوه پروګرام په بهيرکې ترسره شوى دى.
د جلال آباد ښاروالۍ يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه پروګرام په بهيرکې په لسګونو ټنه تېر تاريخ خوراکي او غير خوراکي توکي د ښار له پلورنځيوڅخه راټول کړاى شول.
ده وويل: په دې پروګرام کې د پلورنځيو ټولوخاوندانو او کارکوونکو ته خبر دارى ورکړ شوى دى چې د تېرتاريخ خوراکي او غير خوراکي توکو له پلورنې څخه دې ډډه وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ