امنیت

په جوزجان ولايت کې څلور تنه د خرو د پوستکو د پلورلو په ونيول شول

 شبرغان باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
څلورو تنو چې پرون  يې غوښتل د خرو  نهه پوستکي د يوې ريکشا په  واسطه  د  خراسان د پل له ساحې  څخه شبرغان ښار ته وليږدوي  ، ونيول شول.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالمنان رووفي د باختر آژانس خبريال ته وويل  :  دغه څلور تنه چې  دوه تنه يې قصابان  ، يو  سلاخ  او څلورم کس يې د ريکشا چلوونکى دى  د خرو دپوستکي د ليږدونې په  تور نيول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه  تورنو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې  په خپل جرم اعتراف کړى دى  او ويلي يې دي  چې دوى يو خر په يوزرو پنځه سوه افغانيو پيروده  او  وروسته يې دخره  يو پوستکى په  مزارشريف  کې  په پنځه زره افغانيو پلوره چې  دا کار يې له  لسو ورځو را په دې خوا پيل کړي  دي.
امنيتي مسوولين د خراسان پله  د خرو د حلالولو ځاى ته ورغلل چې هلته يې دپوست کړى شويو خرو غوښې کشف کړې  او دتحقيقاتو بهير دوام لري  او دهغوى دوسيه څارنوالۍ ته ليږدول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته