ټولنه

په غورکې شلو زروکورنيو د ملي پيوستون له پروژوڅخه ګته واخسته

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٤  :

په غور ولايت کې نږدې ٢٠ زرو کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام  له ټولګټو  پروژو څخه ګته واخسته

د غور ولايت د شهرک، ساغر، تولک او د دولتيار د ولسواليو خلکو د١٧٧ پروژو له ښيګڼو څخه چې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دملي پيوستون دپروګرام له لارې عملي شوې دي؛  ګټه واخسته.

د غور ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجينر تاج محمد زلال د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د٩٤کيلومترو په اوږدوالي د کليوالي سړکونو او د ٥٠٠ پلګوټو جوړول، دڅښاک د اوبو٢٤٠ څاګانو کيندل، د اوبو د چينو د جوړولو درې پروژې، د اوبو رسولو د ٢٥ شبکو غځولو،  د اوبو بريښنا د ١٢کوچنيو شبکو غځول، د کانالونو د کيندنې د ١٣ پروژو جوړول، دکانال داوبو د ليږدونې د معبرجوړول، د اوبو د زيرمې د٢٢ پروژو جوړول، د دوو ټولنيزو مرکزونو جوړول، د ١١٤مترو په اوږدوالي د ګبيوني محافظتي پروژې عملي کول، د اوبو دبندونو د شپږو پروژو جوړول او د استنادي ديوالونو د جوړولو دوه پروژې شاملې دي.

د ده دڅرګندونوله مخې: دغه پروژې دملي پيوستون دپروګرام له بودجې څخه د ١٦٠ مليونو افغانيو په لګښت عملي شوې دي او له ښيګڼو څخه يې څه ناڅه ٢٠  زره کورنۍ ګټه اخلي.

ده زياته کړه: د دغو پروژو په بشپړيدو سره خلکو له ټولنيزو خدمتونو څخه ګټه واخسته او ستونزې يې حل شوې دي او د دې ترڅنګ زرګونو تنو ته په دغو پروژو کې د کار زمينه برابره شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته