امنیت

په هرات کې ديوې نجلۍ وژل کيدل

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٣ :
په هرات کې  داستوګنې په يوه  کور  دناپيژاندو کسانو دبريدله امله  دريو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
ناپيژاندو وسله والو کسانو  په قليچه  سيمه کې  داستوګنې په يوه کور  بريد وکړ  اوپه ډزو سره يې ددغې کورنۍ  يوه ديارلس کلنه نجلۍ  ووژله   او اته کلن هلک يې ټپي کړ.
له دغې پيښې وروسته  ددغې کورنۍ مور  هم دزړه ددريدو له  ستونزې سره مخامخه شوه .
دهرات دحوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي وويل : چې دغه ميرمن دزړه  د دريدو له ستونزې وروسته ساه ورکړې ده .
شيرزي  دټپي ماشوم حالت مخ په ښه والي بللى دى.
تراوسه پورې ددغې پيښې   انګيزه نه ده معلومه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته