امنیت

اته تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه :
  د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په بهیرکې ۸ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د۲۰۳تندرقول اردو قوماندانۍ رسنیز دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د۲۰۳تندرقول اردو جزوتامونو د ملي امنیت له ځواکونو سره په ګډه د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سرخ آب په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کېد «بي.ام-۱» ۴۰ سرګلولې، په چاودیدونکو توکو بار یو موټرسایکل او د ماین یو ریموټ کنټرول د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د ایتلاف هوایي ځواکونو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د کوبي په سیمه کې پر وسله مخالفینو هوایي برید وکړ چې له امله یې ۵ تنه وسله وال مخالفین ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.
دغه راز د تندرقول اردو د ماین پاکوونکی ټیم د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د شاطوریو په سیمه کې یو ماین کشف او شنډ کړ.#
پای – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته