سیاست

د جمهور رئیس پیغام

کابل_باختر د زمري د مياشتې ١ مه
د ملت د بابا د وفات د نهم تلین په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام
د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د وفات د نهم کال په مناسبت د افغانستان ټولو وطن پالو او سوله دوستو خلکو ته تسلیت وایم.
د ملت بابا د افغانستان د تاریخ یو تلپاته شخصیت دی. د ده د سلطنت دوران خلکو ته سوله او ثبات ورتداعي کوي او د ده ژوند خلکو ته زغم، اعتدال، نرمي، دوراندیشي او وطندوستي وریادوي. هغه د افغانستان لپاره د خیر او برکت سبب و. په افغانستان کې د ثبات، ملي وحدت او ولسواکي لپاره د ده خدمتونه د هیریدو نه دي. ده د پاچا په حیث، د یوه مهاجر په حیث او د ملت د بابا په حیث په هر حالت کې د وطن او وطنوالو خیر وغوښت او هغو ملي او اخلاقي اصولو ته ژمن پاتې شو چې باور یې ورباندې درلود.  په تاریخ کې داسې مثالونه ډیر کم دي چې یو څوک دې له څلویښت کاله سلطنت او اوږدې مودې جلاوطني وروسته هم د محمد ظاهر شاه په اندازه په خپل ملت کې محبوب او منلی وي.
ځوان نسل ته پکار ده چې د افغانستان د تاریخ د ویاړلیو شخصیتونو له فکرونو او کارنامو الهام واخلي او د زغم او اعتدال لمن ټینګه ونیسي.
الله تعالی دې د ملت بابا وبخښي او جنتونه دې یې په نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته