سیاست

جمهوررييس غني : موږ دحساب ورکولو ديوه قوي سيستم غوښتنه کوو اودهغه په تطبيق هوډمن هم يو

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
د آسيا دزړه _  داستانبول دبهېر دبهرنيو چارو دوزيرانو  څلورمه غونډه  نن له غرمې مخکې  د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمداشرف غني  اودچين دولسي جمهوريت دصدراعظم  ښاغلي لي کيکيانګ  په ګډون  جوړه شوه .دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه چې ددغه بهېر دشپاړلسو اصلي غړو هېوادونو دبهرنيو چارو  وزيرانو او دهمکارو هېوادونو استازو هم برخه لرله  ، جمهوررييس ډاکتر محمداشرف  غني دوينا په کولو سره  ددغې غونډې   دکوربه توب په خاطر دچين له  حکومت او خلکو څخه  دمننې په ترڅ کې وويل :  له جګړې  اوبېوزلۍ   څخه دثبات  اونيکمرغۍ په لور دآسيا دختيځ فوق العاده تيريدوموږ ته  په تيرو ستونزو  او چلنجونو  دبرياليتوب په لاره کې   درسونه راکړي دي .
محمد اشرف غني وويل :  موږ ژمن يو چې افغانستان په راتلوونکي لسيزه کې  ديوه هميشني بدلون ددورې په توګه  په يوه سيمه ييز څلور لاري بدل کړو.
جمهوررييس ډاکتر غني دې  ته په پاملرنې سره چې سوله دافغانستان دحکومت ستر لومړيتوب دى  ، وويل :  چې موږ خپلو سياسي مخالفينو په تيره بيا طالبانو ته بلنه ورکوو  چې په بين الاافغاني خبرو کې دې ګډون وکړي اوله ټولو نړيوالو  دوستانو څخه غواړو  چې دافغانستان  په مشرۍ او مالکيت  دسولې دبهېر ملاتړ وکړي .
محمداشرف غني وويل : چې  د ٢٠١٤ ميلادي کال تر پاى پورې  په افغانستان کې  دنړيوالو ځواکونو محاربوي رول پاى ته رسيږي  اوپه دې باب د ډاډ لپاره چې  دمسووليت ټول  پيټۍ   ددغه هېواد  دميړنيو ځواکونو په اوږو  نه وي ، موږ په قضايي بنسټونو ، حکومتوالۍ  اوپه اقتصادي اوفرهنګي برخه کې په هراړخيزو اصلاحاتو ژمن يو.
جمهور رييس غني  څرګنده کړه   دهېواد له خصوصي سکتور سره  زموږ خبرې  او دهېواد دعوايدو په سرچينو  او امنيت کې  داصلاحاتو په برخه کې  زموږ هوډ او هلې ځلې  د خلکو د باور  اوپه دې باب دنړيوالو شرکتونو  داعتماد دزياتوالي سبب شوى دى   چې  دافغانستان دروازې  دهغوى دپانګونې په خاطر پرانستې دي . جمهوررييس وويل :  چې دهېواد دځوانانو ،ښځو او دبيوزلو کسانو   ځواکمني زموږ  داعتماد جوړولو  او داصلاحاتو دپايښت مرکزي ټکى ښيي.
جمهور رييس غني څرګنده کړه  :  تجربې ښودلې ده چې داصلاحاتو دبهېر درامنځته کولو  او دهېوادوالو او دولت ترمنځ داړيکو دټينګښت ډيره ښه لاره  ، دملي بودجې له لارې ملاتړ دى او موږ دحساب ورکولو  ديوه قوي سيستم غوښتوونکې يو  او دهغه په تطبيق   هوډمن  هم يو .ده وويل  : چې په افغانستان  او سيمه کې دسولې ، نيمکرغۍ  اوثبات دپراختيا په کار کې  دچين دولسي جمهوريت کارنده ونډه اخيستنه ارزښت لري  اوموږ دافغانستان خلک دهغوى ددغه ملاتړ او پاملرنې له امله  مننه کوو.په دې کتنه کې  دچين دولسي جمهوريت صدراعظم ښاغلي لي کيکيانګ خبرې وکړې او ويې ويل :  چې داستانبول دغونډې له پيل څخه تراوسه پورې ، دغه بهېر  له افغانستان سره  دسيمه ييزو همکاريو لپاره  په يوه خاص ميکانيزم بدل شوى دى   اوپه بيلابيلو برخو کې يې  له افغانستان سره  دهمکاريو دپراختيا په خاطر  دسيمې دهېوادونو  او  دنړيوالې ټولنې لپاره  فرصت برابر  کړى دى. ده زياته کړه  : چې ددغه بهېر پرمختګ به  دهميشنۍ سولې  اوثبات دتامينولو  اود سيمې  داقتصادي اوټولنيزې ودې په برخه کې  له موږ سره مرسته وکړي.
دچين صدراعظم  دآسيا دجنوب ، مرکز  او ختيځ  دپيوستون دمرکز په توګه  دافغانستان ارزښت او دغه راز دوريښمو دلارې  احيا کولو ته  په پاملرنې سره وويل :  متحد  اومترقي افغانستان او له نړيوالې ټولنې سره يو دوست هېواد هغه څه دي چې دافغانستان خلک يې هيله لري   او دسيمې اونړۍ دهېوادونو په ګډه  ګټه  دى.ده وويل :   چې  چين  له افغانستان سره خپلې دوستۍ ته دوام ورکوي اوپه بيلابيلو برخو کې  په دوه اړخيزو  ژورو  همکاريو ژمن دى  . چين دافغانستان دسولې دبهېر ملاتړ کوي او چمتو دى چې په دې لاره کې  رغنده رول ولوبوي.
ښاغلي لي کيکيانګ دغه راز وويل :  هېواد يې چمتو دى چې  په بنسټيزو ، کرکيلې ، داوبو دمديريت  او را ايستلو  اود کاني منابعو دکارولو په برخو کې  له افغانستان سره  خپلې  همکارۍ چټکې کړي.
دچين صدراعظم څرګنده کړه  زه هيله لرم  چې دغه کنفرانس وکولاى شي  چې دافغانستان له نوي حکومت سره  دسيمې  دهېوادونو او دنړيوالې ټولنې دقوي  ملاتړ په لاره کې  يو روښانه پيغام ولري  او يوځل بيا  په افغانستان کې دسولې دتامينولو او دبياجوړولو په خاطر خپله اوږد مهاله  ژمنه څرګنده کړي .
دآسيا دزړه _ داستانبول دبهېر غونډه  دلومړي ځل لپاره په  ٢٠١١ ميلادي کال کې   دترکيې په استانبول ښارکې پيل شوه ، دويمه غونډه يې  په ٢٠١٢ ميلادي کال کې  په  افغانستان کې او دريمه غونډه يې  په  ٢٠١٣ ميلادي کال کې  دقزاقستان  په آلماتا ښارکې  جوړه شوه .
دآسيا دزړه _  داستانبول دبهېر دبهرنيو چارو دوزيرانو  په څلورمه غونډه کې چې  دچين په پايتخت بيجينګ  کې  جوړه شوه  ، پريکړه وشوه چې  ددغه بهېر پنځمه غونډه  دې  په راتلوونکي کال کې په پاکستان کې  جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته