امنیت

خدمتي سرتيري دي خپل سنګرونه وساتي

کابل باختر دکب دمياشتې يويشتمه
ټول خدمتي سرتيري دي د زور واکانو پر ځای خپل سنګرونه وساتي .
دغه څرکندونې د پکتيا والي زلمي وېسا د دغه ولايت له ولسوالانو او امنيتي مسولينو سره په امنيتي غونډه کې وکړې.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پرځای شوي و،د پکتيا والي  ټولو امنيتي مسئولينو ته دنده وسپارله، هغه امنيتي سرتيري چې له زورواکانو سره د ساتنې په موخه ګرځي خپلو سنګرونو ته ستانه کړي.
وېسا دغه راز له ولسوالانو څخه وغوښتل چې په خپلو سيمو کې د قومونو په منځ کې د ټوپک په زورنه بلکې د ښو روابطو په اساس خپلې اړيکې پياوړې کړي او د قومونو تر منځ انډول په پام کې ونيسي.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال توريالی عبدياني  وویل چاته به اجازه ورنه کړي چې په سيمه کې ورانکاري فعاليتونه ترسره کړي ، خو زياتوي چې په دې برخه کې  د ولسونو همکاری ډيره اړينه ده چې په سيمه کې په ښه توګه امنيت ټينګ کړای شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته